لیکنه: حبیب الرحمان تاثیر
وايي چې د كومې ژبې ادب ختم شي نو هغه ژبه ختمه شي چې ژبه ختمه شي نو هغه قام ختم شي . دا هم ويل كېږي چې په تېرو دوو لسيزو كې د نړۍ له پردې څخه 250 ژبي له منځه تللې دي . د دې خو هيڅ امكان نشته چې پښتو ژبه دي هم د نړۍ له پردې څخه پاكه شي خو د دې ژبې د ترقي او پر مختګ د پاره منډه ترړه كول څومره په كار دى د دې سوال ځواب به غواړو.
كله چې موږ په جنوبي، شمالي، او منځنۍ، پښتونخوا كې په پښتو ژبه د زدكړي معيار ته وګورو نو دې نتېجې ته رسېږو چې دم ګړۍ د پښتو د زدكړي دروازه بنده ده ډېرى خلك د دې لويه وجه دا ښيي چې كله دوى په پښتو ژبه زدكړې وكړي نو بيا دوى ته روزګار نه پيدا كېږي . په پاكستان كې د سيند ايالت څخه پرته چې دفتري او سركاري ژبه يې سيندي ده نور په ټول هيواد كې سركاري او دفتري ژبه اردو ده . نو دا حال د دغو سيمو هم دى.
ماچې كله په كوټه كې د لوى پوهنتون دروازه ورخلاصه كړه نو په دومره لوى پوهنتون كې د ګوتو په شمېر زده كونكي د پښتو ژبي په زدكړه بوخت وو. شفاء كاكړه، چې په دې پوهنتون كې په پښتو څانګه كې زدكونكې وه ما ته وويل چې: "تر ټوله د مخه خو بايد د پښتنو په سيمه كې زدكړه په پښتو ژبه باندي عام شي ځكه چې په دې سره د هر قام ترقي كېږي، او په دې باندي څه موده د مخه يوه نړيواله څېړنه هم شوې وه " دا داسي ځواب دى چې دا د هري ژبي د ويونكو دا خواهش وي چې زد كړه دي د دوى په مورنۍ ژبه كې وشي. كله چې مې له هغې څخه پوښتنه وكړه چې تا ولې دا خوښه كړه چې لوړې زدكړې په پښتو ژبه باندي وكړې نو هغې په ځواب كې راته وويل " كله چې ما په يوه نړيواله موسسه [ اين ، جي ، او ] كې كار كاوۀ نو زه به د پښتنو سيمو ته ولاړم هلته د هغه خلكو حالات ډېر خراب وه ډېر در په دره او وروسته پاته ژوند يې تېرا وو نو له دې وجې ماته دا احساس پيدا شو چې زه بايد لوړې زده كړې په پښتو ژبه باندي وكړم، او زړه مې دا غواړي چې نور د ژوند ټوله برخه د پښتنو په خدمت كې تېره كړم".
كله چې مې دا خبره له شفاء كاكړې سره شريكه كړه چې خلك په دې وجه پښتو زدكړي ته زړه نه ښه كوي چې وروسته روزګار نه ورته پيدا كېږي هغې په كټ كټ سره وخندل او وې ويل " داسي خبره نه ده نن سبا داسي وخت راغلى دى چې د دنيا ډېرو وړو وړو قامونو دې ته ملا تړلې ده چې په خپله مورنۍ ژبه باندي دي تعليم وكړي حكومت چې دا دومره لويه څانګه د پښتو د زد كړې د پاره په پوهنتون كې پرانيستې ده نو د دې مطلب دا ده چې حكومت به روزګار هم ورته پيدا كوي".
بختوره چې په دې پوهنتون كې په پښتو څانګه كې زده كونكې وه او له ډېرو خبرو يې ډډه كوله راته وويل چې" زه د دې د پاره نه چې ماته به روزګار پيدا سي او كنه بلكي د دې د پاره په پښتو څانګه كې زدكړه كوم چې دا زما مورنۍ ژبه ده د دې ژبې په ما باندي دا حق دى او زه له خپلې ژبي، دود، او دستور سره ډېره مينه لرم " د بختوري په رنګه ډېرې داسي پښتنې زده كونكې شته چې له خپلې مورنۍ ژبې سره بې كچه مينه لري خو د پښتنو په ډېرو سيمو كې خلك خپلې خويندې او لوڼې د زده كړې د پاره ښوونځيو ته نه پرېږدي، نو د دې لويي مسلې حل به په څه كې وي ؟ دا سوال هم بې ځوابه پاته شو.
د پښتنو په ډېرو سيمو كې ددولتي ښوونځيو تر څنګ خلكو خپل شخصي يا [ پرايوېټ ] ښوونځي هم د كاربار او ګټې د پاره خلاص كړي دي خو يوۀ سړي هم په خپله مورنۍ پښتو ژبه د خپل ښوونځى په دروازه دا كليمه ونه ليكله چې [ په خپله مورنۍ ژبه د زه كړې د پاره ښوونځي ته ښه راغلاست ]. نو په دې حواله مې له سيف الله پڼي څخه چې پخپله هم يو شخصي ښوونځى لري پوښتنه وكړه چې ولې په دې دومره شخصي ښوونځيو كې يو هم داسي ښوونځى نشته چې هغه دې په پښتو ژبه كې ماشومانو ته زده كړه وركړې نو هغه په ډېره حيرانونكې بڼه لراو بر ډاټ كام ته وويل" له دې حقيقته هيڅوك هم سترګې نه شي پټولى خو دلته د ښوونځيو دستور داسي جوړ شوى دى چې زده كوونكو ته په اردو ژبه كې زده كړې كوي نو زما دا وعده ده چې كله هم له كاله درسونه شروع شي نو زه به يو كلاس په پښتو باندي پېل كوم ".
ماچې دا پوښتنه په كوټه كې د پښتونخواملي عوامي ګوند له يوۀ مشر عثمان خان کاکړ سره ګډه كړه چې"د تاسو ګوند تر كومه حده پوري بريالى شوى دى چې پښتو ژبه دې په دې سيمه كې سركاري او دفتري ژبه شي ځكه چې دا ګوند خو د همدې شي د پاره منډه ترړه كوي" نو هغه په ځواب كې راته وويل " موږ په دې هڅه كې يو چې د پښتنو په سيمه كې دي پښتو سركاري دفتري او د ډوډوۍ ژبه شي او موږ د پاكستان د جوړېدو سره سم دا جدوجهد شروع كړى دى، د دې پوښتنې چې: په جنوبي پښتونخوا كې په پښتو ژبه د زدكړې معيار څنګه دى؟ د ځواب د مندلو د پاره مې د سيمي او روانو حالاتو له كارپوهه ښاغلي ابراهيم خليل سره اړيكه ټينګه كړه نو هغه په خپل ځواب كې راته وويل "زماپه خال د شلمې پېړۍ په پرتله باندي په يويشتمه پېړۍ كې خلك ډېر د پښتو د زده كړې خواته راګرځېدلي دي، په خاصه توګه ځوان كهول، هغه په دې چې دا وخت تقريباًپه نړۍ كې له 250 څخه زيات ورځپاڼي، رسالې، او جريدې، په پښتو ژبه باندي خپرونې كوي دا رنګه تر سلو زيات ويبلاكونه په پښتو ژبه خپرونې كوي ، راډيوګاني او تلوېزنونه خو لا ايسته پرېږده".
له ښاغلي ابراهيم خليل څخه مي وپوښتل چې څه كول په كار دي چې په دې سيمه كې د خلكو پام دې ته راوګرځي چې په پښتو ژبه زده كړې وكړي نو هغه په دسمال خپلې عينكې پاكې كړې او راته يې وويل "په لنډو ټكو كې بايد درته ووايم چې هره ژبه چې زريعه د معاش وګرځي نو بيا خلك په هغې ژبه زده كړې ته زړه ښه كولى شي، نودا رنګه پښتو هم وشمېره، د مثال په توګه اردو ژبه ذريعه د معاش ده نو دلته ټول خلك غواړي چې په اردو ژبه زد كړي او كړي".
كه څه هم تېر كال د جنوبي پښتونخوا په پښين كې د زده كوونكو د پاره د اردو ، او انګرېږي زده كړې ترڅنګ پښتو درسي كتابونه هم له چاپه راوتلي وو خو پښتانه وايي چې" په يوه اوزه جشن نه جوړېږي". داسي هم نه ده چې په دې سيمو كې په پښتو ژبه د زده كړې دروازې يو مخ بندي دي، د افغانستان له نورو سيمو څخه چې دې سيمې ته كوم كډوال راغلي دي او په ښارونو يا پنډغالو كې يې ژوند پېل كړى دى نو هغه اوس هم خپلو بچيانو ته په خپله مونۍ ژبه پښتو باندي زده كړې وركوي . كه له دغو راغلو كډوالو څخه پرته چې په پښتو ژبه كې خپلو بچيانو ته زده كړه وركوي د دې سيمي اوسېدونكو ته ځير شو نو پايله به يې ډېره ناسمه وي. اوموږ چې د دې ټولو خبرو وشاته [ پس منظر ته ] وګورو نو دې نتېجې ته رسېږو چې پښتو ليك لوست دلته د شاعري او ليكوالي تر حده پورې محدوده ده نور نو د ليك او لوست په حواله هرچا لاس ځينې اخيستى دى.
حبيب الرحمن تاثير h.taseer@gmail.com
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
په افغانستان کې د طالبانو د رژیم له راتګ سره سم په دغه هیواد کې د نورو ناخوالو ترڅنګ یو ناسور د مخدره موادو د کښت هم دی چې په هیواد کې د سړو، ښځو او ان د ماشومانو له لورې د استعمال ترڅنګ ځینو ځنګلوریو هیواددونو او بیا نورې نړۍ ته پسې قاچاقېږي چې افغانستان په نړۍ کې د دغه توکیو د کښت، تولید او استعمال په قطار کې لومړی مقام لري.
که څه هم چې د افغانستان په مرکزي سیمو په ځانګړې توګه په غزني کې د دغه توکیو کښت بېخي لږ ترسترګو کیږي خو بیا هم د دغه موادو له استعمال څخه د دغه ولایت په زرګونه کورنۍ او د کورنیو غړي ځورېږي، چې له امله یې د نور افغانستان ترڅنګ په دغه سیمه کې هم ځوانان، مېرمنې او ماشومان اخلاقي فساد، غلاوو، جګړې او ځینو نورو بدمرغیو ته مخه کوي.
څنګه چې په افغانستان کې د وسله والو ځینې سیمه ییزې جګړې او د ځینو پولیسو ناسمه دنده هم د دغه مخدره توکیو په کاروبار او استعمال پورې تړاو بلل کیږي، نو په غزني کې مدني فعال جمیل وقار وایې: کورنی تاوتریخوالی ورڅخه زیږي او استعدادونه ورڅخه ضایع کیږي، هغه زیاتوي: ((افغانستان د نړۍ نیږدې ۹۹ سلنه مخدره مواد تولیدوي، له بده مرغه په دې وروستیو کې په دې هېواد کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر هم مخ په زیاتېدو دی، د اخلاقي فساد، غلا او جګړو سربېره ټولنه له یو شمېر نورو ناخوالو هم متضرره کوي، کورنۍ تاوتریخوالی، بې کاري، په مخدره موادو روږدي کسان د ټولنې په اوږو بار هغه بدمرغۍ دي چې له مخدره موادو څخه را زېږيږي)).
که ځینې کسان د مخدره مواد مخنیوی د هغوی په قانوني ګرځولو او نورې نړۍ ته په استولو او په درملو کې ورڅخه په کار اخیستلو، زعفرانو او نورو دا ډول کښتونو ته د خلګو په پام اړولو او په دې برخه کې له بزګرانو سره په مرسته کولو، د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي او د افغانستان د سرحدونه په مظبوطولو، د هغه زورواکيو او دولتي چارواکیو چې په دولت کې پر لویو ځوکیو ناست او د قاچاقبرو ډلو ملاتړ کوي د هغوی د نیولو او محاکمه کولو، د هغه ځایونو چې مخدره مواد په کې پلورل کیږي له هغوی څخه د دولتي چارواکیو د سرپرستۍ د لرې کولو او له منځه وړلو پورې تړي.
خو ځینې نور بیا د دغه کښت او استعمال د مخنیوي له پاره ځینې نور لارې چارې سنجوي او وايي: د روږديو کسانو تداوي کول تر څو هغوی ورڅخه لاس واخلي او اعتبار یې راټیټ شي، د ملا امامانو، محلي شوراګانو او ځینې غونډو او ورکشاپونو په وایسطه په خلګو کې په عامه پوهاوي پوري تړي، نو په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر محمد عارف نوري وايي: ((که بزګرو ته د نورو شیانو د ساتلو له پاره سړې خونې جوړې شي او دغه سبزیات یې په غیر موسمونو کې ښې پیسې ورته وګټي شاید د تاریاکو د حرام کښت له کرلو څخه لاس واخلي))
دا چې افغانستان د نورو ناخوالو ترڅنګ له اداري فساد څخه هم ځورېږي نو ډاکټر نظر افغان باور لري چې: ((که د فساد مخه ونیول شي نو د مخدره موادو د کښت، قاچاق، کاروبار او استعمال مخه ورسره ډب کیدی شي))، ځکه د ده په فکر د دغه ناروا عمل تر شا د اداري فساد لاس کیدی شي.
څنګه چې ډیری د نظر خاوندان د دغه کار د مخنیوي له پاره بېلا بېلې لارې بیانوي، نو په ختیځ زون کې د اسوشیټیډ پریس فوټو ژورنالیسټ انور دانشیار بیا درې اساسي لارې ښیې چې د کونکارو او نورو مخدره موادو د کښت او کاروبار مخه ورسره نیول کیدل شي، د ده په خپره: ((د امنیت ټینګول، ځکه کوکنار په هغه ځایونو کې کرل کیږي چې وسله وال په کې جنګیږي او امنیت نه شته، دوهم خلګو ته په سهي مانا عامه پوهاوی ورکول دی، ترڅو خلګ په ټولیزه توګه د دغه شیانو له اقتصادي، ځاني، روغتیايي، کلتوري، امنیتي او نورو زیانونه څخه خبره شي، دریم په شفاف ډول خلګو ته د اصلاح شویو تخمونو بدیل، که څه هم چې دا پروسه د افغانستان دولت له لورې افغان بزګرو ته پیل شوې وه خو د سیمې د خانانو، ملکانو، ولسوالانو، مشرانو، پولیسو او ځینو نورو اشخاصو له لورې د لاسوهنې له امله ناکامه او ناکاره شوه)).
څنګه چې افغانستان په مذهب باوري ټولنه ده او خلګ ورته زیات درناوی کوي نو ځینې کسان بیا وايي چې تر څو پورې دغه مخدره مواد، د هغوی کښت، کاروبار او استعمال په مطلق ډول حرام نه وي ګڼل شوي تر هغې پورې یې مخنیوی ناشونی کار دی، خو بیا هم د هغوی مطلق حرام ګڼل ځکه ناشونی کار ګڼل کیږي چې ویل کیږي ځینې جګړې د همدغه کار په موخه پر مخ وړل کیږي، چې هلمند یې بېلګه بلل کیږی.
By: Habib Urehman Taseer
h.taseer@gmail.com
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
August 2, 2016
امنیتي چارواکو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د روزنې پر یو مرکز د بي پیلوټه الوتکو د بریدونو په پایله کې د یو پاکستاني جنرال او پوځي افسر په ګډون وسله والو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي او دغه مرکز یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
د غزني امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل وايي: په هیواد کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو سهار وختي د وسله والو طالبانو د روزنې او کمانډویانو ستر مرکز په نښه کړ چې د یوه پاکستاني جنرال کامران، د هغه د مرستیال او پاکستاني پوځي افسر شوکت علي په ګډون (۵۰) تنه په کې وژل شوي او ډیری نور یې ټپیان دي، چې دغه پاکستاني جنرال په یاد روزنیز مرکز کې د دولت وسله والو مخالفینو ته پوځي زدکړې ورکولې.
هغه وویل: «د ګیلان ولسوالۍ په نوي کارېز سیمه کې د پیراغا تر مشرۍ لاندې د دوی د ټرېنینګ مرکز او د کمانډو یا خاصې قطعې مرکز هم وو چې په دې مرکز کې روزل شوو کسانو به تر کابله پورې تروریستي بریدونه کول په نښه شوی، چې د وژل شوو کسانو ترڅنګ (۳۵) عرادې موټرسایکلونه یې هم له منځه تللي دي، خو ملکي وګړوته کوم زیان نه دی اوښتی».
که د غزني امنیه قومندان د دغه وژل شوو کسانو شمیره پنځوس تنه ښيي، خو د ګیلان ولسوالۍ امینه قومندان انجنیر لطف الله کامران بیا دغه شمیره زیاته یادوي او وايي: «د یو پاکستاني جنرال چې د دغه ټرېنینګ مرکز مسوول وو او ډیری پاکستانیانو په ګډون (۶۰) تنه وژل شوي دي».
کامران په خپله فیس پاڼه لیکلي: «په ګیلان ولسوالۍ کې په ننني بمبار کې (۶۰) تنه وسله وال وژل شوي او (۹) تنه نور ټپیان دي، په وژل شوو کسانو کې ۲ تنه د ګیلان، ۱۵ تنه د اب بند او ۱۰ تنه د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او پاته نور ټول کسان پاکستانیان دي.
که څه هم چې دا په دا وروستیو کې په افغانستان په ځانګړې توګه په غزني کې تر ټولو لوی برید بلل کېږي چې د بهرنیانو په ګډون په دومره زیات شمیر کسان په کې وژل کیږي، خو په هیواد کې مېشتو بهرنیو ځواکونو او وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په دغه ورځ چې په غزني کې د امریکایي الوتکو برید ترسره کیږي نو په هلمند کې هم د دې ولایت له پاره د طالبانو نومول شوی والي ملا عبدالرحیم او قوماندان (مستقیم) په نوم د طالبانو یو بل مشر د نادعلي ولسوالۍ په زرغون کلي کې د بې پیلوټه الوتکې په برید ژوند له لاسه ورکوي، ورسره د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې هم په دغه ورځ ۳۷ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوړې.
په غزني، ننګرهار او هلمند کې د هوایي ډرون بریدونو د کېدو په ورځ د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک د امریکايي ولسمشر بارک اوباما په امر د لومړي ځل له پاره د لېبیا په بندري ښار (سرت) کې چې د لېبیا د پخواني مشر معمر قذافي د زوکړې ځای هم دی د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکوي.
که په لېبیا کې په لومړي ځل دغه هوايي برید ترسره کېږي، خو په نړۍ واله کچه امریکايي بې پیلوټه الوتکو په ډیری هیوادونو کې دا ډول بریدونه کړي چې تر ټولو زیات یې په پاکستان ورپسې په افغانستان بیا په یمن او له هغه وروسته په سومالیه کې شوي دي.
په پاکستان کې له دوه زره څلورم (۲۰۰۴م) کال څخه نیولې تر دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶م) کال پورې څلورسوه درویشت (۴۲۳) ډرون بریدونه شوي دي چې اخیري برید یې د افغان وسله والو طالبانو مشر ملا محمد اختر منصور وواژه او تر ټولو زیات بریدونه په دوه زره لسم (۲۰۱۰م) کال کې شوي دي چې شمير يې یوسل دوه ویشت (۱۲۲) وو.
په دغه بریدونو کې تر یوه درزن زیات کورني او دومره بهرني وسل وال قومندانان وژل شوي دي، خو د عامو وسله والو او ملکي وګړو شمېر یې زرګونو تنو ته رسیږي او ټولې لس سیمې په کې په نخښه شوې دي.
په افغانستان کې هم درې سوه (۳۰۰) بریدونه شوي دي چې په دا وروستیو کې یې ډېری وخت داعش وسله وال په کې په نخښه کېږي، خو وسله وال طالبان یې هم زیات وژلي دي او په یمن کې د دغه بریدونو شمېر یوسل شل (۱۲۰) دي، خو په سومالیه کې بیا دا شمېره تر ټولو ټیټه ده او یواځې نهه ویشت (۲۹) بریدونه شوي دي.
که د دغه بریدونه شمېر په دوه زره لسم کال کې تر ټولو زیات وو، خو دا بریدونه د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې څو چند زیات شوي وو چې درې سوه (۳۰۰) فیصده زیاتوالی په کې راغلی وو.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
پاکستاني حکومت په قبايلي سيمو کې له زرو څخه د زیانو تعلیمي او روغیتايي ادارو د بندولو پریکړه کړې ده چې د قبایلي سیمې د ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې د قیایلي سیمو د استازیو له سخت غبرګون سره مخ سوې ده.
له فاټا سيکرټريټ څخه د جاري شويو مالوماتو تر مخه: د ريشنلائزيشن ( د کم تعداد) پاليسۍ په اساس به په قبايلي سيمو کې په مجموعي توګه درې سوه دريشت (۳۲۳) روغیتايي مرکزونه او تر اووه سوه زيات تعليمي ادارې بندې کړي.
د سرچینې په هواله چې دا پریکړه تیره ورځ په یوه غونډه کې چارواکیو له صلاح مشورو وروسته کړې ده، چې د قبایلي سیمو ولسي خلګو، سیاسي، مذهبي مشرانو، او په پاکستاني پارلمان کې له قیایلي سیمو استازیو خواښیني ښوودلې ده.
بلې خوا ته د (خيبرپښتونخوا ډائريکټريټ آف کالجز) د زده کوونکیو د کمي له امله حکومت ته په ایالت کې د يوولس کالجونو د بندولو سفارشات کړي دي، په دغه سفارشاتو کې ويل شوي دي چې په کالجونو کې د درې نوي زره زده کوونکیو ګنجایش دی، خو په دې کې تر پنځوس زره هم کم زده کوونکي زده کړې کوي.
خو د قیایلي سیمې ولسي خلګ، ملایان، مدني فعالان، مخورین، سیاسي/ مذهبي مشران او له قایلي سیمو څخه په پاکستانی پارلیمان کې د خلګو استازي وايي حکومت ورسره په هره توګه زیاتی کوي، دوی وايي پاکستان ورسره د ژوند په یوه برخه کې زیاتی کوي، نو دا چې دغه دولت به هیڅ کله د دغه تعلیمي او روغیتايي ادارو بندولو ته پرې نه ژدي.
یاده دي وي چې په خیبرپښتونخوا او قیایلي سیمو کې تر دا وخته د وسله والو له لورې تر زرو زیات ښوونځي په بیلا بیلو پلمو په بمونو الوځول سوي او یا هم سوځول سوي دي، چې سیاسي شنونکي او ملتپال ګوندونه دا کار په پښتني سیمو کې د تعلیمي نظام په کمزورې کولو او پښتانه د جهالت و لورته په بیولو پورې تړي او وايي: دغه وسله وال دغه کار د دولت په ملاتړ کوي.
راپور: حبیب الرحمن تاثیر
March 6, 2016
د پاکستان له قیایلي سیمو څخه کډه شوي کډوال وايي: په دغه ځای کې د پاکستاني پوځ له لوري د عملیاتو په نوم د پښتنو د ټولوژنې په موخه په بمباریو کې د سیمې پر اولسي خلګو د نورو ترڅنګ کیمایي وسلې هم کاروي چې خلګ ورڅخه په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي، دوی وایي: په دغه سیمه کې د وسلو د ازمایلو په موخه د څرخي الوتکو ترڅنګ جیټ الوتکې (ایف ۱۶) دغه ډول بمونه غورځوي چې خلګ د ذهني ناروغیو، پمنېدو او لېونتوب ترڅنګ له ډیری ناروغیو سره مخ کېږي.
له شمایلي وزیرستان څخه د خیبر پښتونخوا بنو ته کډه شوی شمشید خان وایي: په پوځي عملیاتو کې د پوځ له لورې د کارول شویو وسلو له امله یې د کور ټول غړي د پوستکي په ناروغۍ اخته شوي دي، دی وایي: د کور مېرمنې او ماشومان يې د دغه وسلو د دود او بوی له امله له سره تر نوکه پمن شوي چې هیڅ درمله یې نه کېږي، شمشید خان وایي که څه هم چې زیات غریب او نادار دي خو بیا یې هم خپله پمنه کورنۍ د پېښور په ټولو ډاکټرانو ګرځولې ده، خو ناهیلی راستون شوی دی.
یاده دي وي چې: په قبایلي سیمه شمایلي وزیرستان کې پاکستاني پوځ د ۲۰۱۴م کال په جون مياشت کې د (ضرب عضب) په نوم عملیات پیل کړل چې تراسه پوري دوام لري او هره ورځ په کې د پوځي سرتېرو له لورې درنې او سپکې وسه کارول کېږي، که څه هم چې پاکستانی پوځ په دغه عملیاتو کې تر اوسه پورې له (۳۵۰۰ ) څخه د زياتو وسلوالو د وژلو ادعا کوي، خو دا ډول خبرې بې بنیاده ګڼل کېږي، ځکه چې پوځ سیمې ته ازادې سرچینې او خبریالان نه پریږدي نو ځکه د پوځ دغه ادعاوې د خپلواکو ادارو لخوا نه تاییدېږي.
ولسي وګړي دا هم وایي چې: د عملیاتو له امله ټوله بمباري پر دوی کېږي، چې په کې په زرګونه ولسي خلګ وژل شوي، ټپیان شوي او په ناوړه ناروغیو اخته شوي دي او په لکونه نور هغه یې بې ځایه شوي دي، خو هغه وسله وال چې د دغه هیواد د استخباراتي ادارو او پوځ له لورې په دغه سیمه کې روزنیز مرکزونه لري محفوظو ځایونو ته انتقال شوي دي، په شمالي وزیرستان کې دغه کېمیايي وسلې په داسې حال کې کارول کېږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو پرضد د عملياتو وروستى پړاو اعلان کړ.
که د شمالي وزیرستان اوسېدونکي پر دوی باندې د کېمیايي وسلو له کارولو څخه سرټکوي، خو تر دې وړاندې په افغانستان کې هم د دغه ډول وسلو د استعمال په اړه وخت په وخت راپورونه خپاره شوي دي چې په هلمند کې د ناټو ځواکونو له لورې د وسله والو مخالفینو په وړاندې یادې وسلې کارول کېږي، خو اثرات یې په ولسي خلګو کې ښکاره کېږي او دا چې د افغانستان له جنوبي زون څخه ډیری وخت ناروغان کوټې ته د درملنې په موخه وړل کېږي، چې زیاته برخه یې په رواني، اعصابي، ذهني، جسماني او نورو دا ډول ناروغیو مبتلا وي.
صفحه قبل 1 صفحه بعد